د لاسرسي ځای

'پاکستان چې بخښنه نه وي غوښتې وزیرستان ته نه ځو'


په افغانستان کې مېشت د شمالي وزيرستان د بې کوره کړل شوو کميټۍ مشر وايي، تر څو د پاکستان حکومت له دویه بخښنه نه وي غوښتې تر هغو به خپلو کورونو ته ستانه نشي. له مشال رېډيو سره د جمعې ورځ د يوې مرکې پر مهال ملک عمر خان وزير وويل چې دا وخت په افغانستان کې د شمالي وزيرستان شاوخوا دوه نيم لاکه کډوال ژوند کوي. ده زياته کړه چې دوی پاکستان ته هېڅ زيان نه دی رسولی خود دې برعکس دې هېواد دوی ته تاوانونه رسولي نو پکار ده اسلام اباد د وزیرستان له پښتنو ټبرونو بخښنه وغواړي. له عبدالحي کاکړ سره د ملک عمر خان وزير تفصيلي مرکه دلته اورېدلائ شئ.

XS
SM
MD
LG