د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په کندوز کې طالبان په شا تمبول شوي”


د افغانستان د کندوز ولایت امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د طالبانو قوت ختم شوې دې.

یاد ولایت ته چې له نژدې یوې اونۍ راهیسې پکې جګړې روانې دي تازه دمه افغان سرتیري رسیدلي دي.

د چارشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان د کورنیو او دفاع وزارتونو ویندویانو یو ګډ خبري کنفرانس کې په کندوز کې د وسله والومخالفانو په وړاندی جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو د برلاسی ادعا وکړه او ویې ویل چې په ډېرو سیموکې وسله وال په شا تمبول شوی دی.

دفاع وزارت ادعا کوي چېپه دې عملیاتو کې تر ۱۰۰ زیات وسله وال وژل شوي خو په دې هکله لا هم د وسله والو څه نه دي ويلي.

افغان امنیتي چارواکي په کندوز کې روانې جګړې ته په اشاره خبرداري ورکوي چې د افغانستان د نسبتا ارامه شمالي ولایتونو د بې ثباته کولو په هدف سخت دریځو ډلو له پاکستانه دې سیمې ته ورځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG