هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت له توپان ځپلو خلکو سره په مالي مرسته کې زیاتوالی راوستی دی او د مړي په سر به د یو لاک روپو پر ځای درې لاکه روپۍ ورکول کېږي. دا خبره د پېښور کمشنر منیر اعظم له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې کړې چې زموږ خبریال غلام غوث ورسره کړې.