په داسې حال کې چې نېپال کې د پرونۍ زلزلې د وژلو شویو کسانو شمېر ۲۰۰۰ ته رسيدلی دی، مرسته کوونکي د راغورځېدلو تعميرونو لاندې د نښتو خلک د راويستلو هلې ځلې کوي.
په همدې حال کې نن هم د زلزلې جټکې محسوسې شوي دي. د امريکا د جيولوجيکي سروی ادارې تر مخه د وروستيوو جټکو زور ۶ اعشاريه ۷ وو او د سرښار کټمنډو شمال شرقي برخې يې ولړزولي.
د پاکستان پوځ په خپله پرونۍ خبرپاڼه کې ويلي چې نیپال ته يې کمپلې، خوراکي مواد او دوايانې استولې دي.
راپورونه وايي زرګونو نیپالیانو د زلزلې د نورو ټکانونو له ویرې شپه له کورونو بهر د ویړ اسمان لاندې تیره کړې ده.
ویل کیږي چې په اکثرو سیمو کې د پریوتو کورونو د لاندې نه د خلکو د راویستلو لپاره هم په حکومتي او هم په ولسي کچه کارونه روان دي.
د خالي په ورځ د نیپال مرکز کټمنډو او شاوخوا سیمې زورورې زلزلې ولړزولې او د څارونکیو په وینا په تیرو اتیاوو کلونو کې د دغو زلزلو ساری نه و لیدل شوی.
دامریکا د نړیوالې پراختیا مرستندویه ادارې پرون وویل چې نیپال ته د بیړنیو مرستو په موخه لږ تر لږه یو میلیونه ډالر ورکوي.