د لاسرسي ځای

تازه خبر

سبي : چاودنه کې درې وژل شوي اتلس نور ژوبل دي


فایل فوټو
فایل فوټو

د یکشنبې په ورځ د بلوچستان د سبي په چاکر سرک د یوې چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او اتلس تنه نور ژوبل شوي دي.

د سیمې پولیسو مشال راډیو ته وویل چې چاودیدونکي مواد پر یو بایسکل ځای پر ځای شوي وو. دوی دا هم وايي چې وژل شوي او ژوبل شوي ټول کسان ولسي خلک دي. د پولیسو یو ځايي مشر اصف خجک ددې پېښې په اړه مشال راډیو ته وویل :

(( په دې چاودنه کې درې کسان وژل شوي او اتلس نور ژوبل شوي دي. ژوبل کسان مو د کویټې او سبي روغتون ته لیږدولي دي. ))

د سبي روغتون ډاکټران وايي په ژوبلو شویو کې ماشومان هم شامل دي او د دريوو زخمیانو صحي وضع ښه نه ده.

سبي د بلوچستان د مرکز کویټې ښار نه په ۱۶۰ کیلومیټرۍ کې پرته سیمه ده، چیرته چې تر دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځ ته شوې دي.

د یکشنبې ورځې د چاودنې مسولیت چا قبول کړی نه دی، خو تر دې وړاندې د شویو اکثرو چاودنو پړه بلوڅو بیلتون پالو قبوله کړېده.

XS
SM
MD
LG