د اپریل پر ۲۵مه د نیپال له پلازمېنې کټمنډو څخه تقریباً د اتیا کلومېټرو په فاصلهکې د 7.9 درجې زلزله راغلې ده.
خبري اژانسونه د پولیسو خولې وايي چې د لومړنیو مالوماتو له مخې شاوخوا ۴۴۹ کسان وژل شوي دي. چې زیاتره مرګ ژوبله په کټمنډو کې اوښتې ده.
د امريکا د جېولوجېکل سروې له مخې د زلزلې شدت په ريکټر پيمانه اول ۷.۵ و چې وروسته د ۷.۹ پورې سېوا کړ شو.
رویټرز خبري اژانس د کټمنډو د نولسمې پېړۍ د یوې تاریخي ودانۍ ذکر کوي چې په زلزله کې راپریوتی او تر اوسه تری د یو تن مړی رایستل شوی دی.
رپورټونه وايي لږ تر لږه پنځوس کسان کېدای شي اوس هم په ودانۍ کې ګېروي.
د زلزلې ټګان په پاکستان او هندوستان کې هم محسوسې شوي دي.