د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانستان له هند او پاکستان سره ښه اړیکې غواړي"


د افغانستان حکومت وایي، له هند او پاکستان سره د داسې سیاسي دریځ پلوي کوي چې افغانستان نور د جګړې په ډګر بدل نه شي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند اجمل عبید عابدي دا خبره هند ته د ولسمشر غني تر سفر وړاندې کړې ده.

دی وایي،افغان حکومت غواړي چې افغانستان د سیمې د همکاریو په یو مرکز بدل کړي.

عابدي زیاته کړه چې افغان حکومت هڅه کوي چې د ګاونډیو او اسلامي هېوادونو تر منځ یوه اجماع رامنځته شي، څو په افغانستان کې امنیت ټینګ شي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر اشرف غني روانه اونۍ هند ته ولاړ شي. عابدي وویل، هند د سیمې یو مهم هېواد دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG