د لاسرسي ځای

تازه خبر

"هند په افغانستان کې د داعش ډلې پر فعالیت شکمن دی"


په کابل کې د هند سفیر امر سنهاوايي، دی په دې اړه شک لري چې په افغانستان کې د داعش په نامه ډله روښتیا هم هغه د عراق هغه ده که نه کومه ځايي پدیده ده.

امر سنهادا څرګندونې د پنجشنبې پر ورځ له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.

نوموړي هغه تورونه رد کړل چې ګواکې هند په افغانستان کې د نفوذ لپاره له پاکستان سره سیالي کوي.

ده وویل، هند په افغانستان کې په نیابتي جګړه کې ښکېل نه دی او یوازې د افغانستان په بیارغونه کې برخه اخلي.

د هند سفیر امر سنها دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې ولسمشر اشرف غني راتلونکې اونۍ هند ته سفر وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG