د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ملي امنیت شورا د اطلاعاتو همغږۍ مرکز پرانیستل


دغه مرکز د چارشنبې پر ورځ په ارګ کې د یوې غونډې په ترڅ کې ولسمشر پرانیست او بیا د همدې مرکز د قوماندې له ځانګړې خونې اشرف غني د یو شمیر ساحوي قول اردوګانو له قوماندانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا د اطلاعاتو همغږۍ مرکز په پرمختللیو وسایلو سمبال دی.

په افغانستان کې د غوڅ ماموریت لوی قوماندان جنرال کمپبل د دې مرکز پرانیستل مهم وبلل او ویې ویل چې له دې سره به د افغانستان د امنیتي ادارو تر منځ په کشفي او امنیتي چارو کې قوي همغږي پیدا شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG