د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د بندیزونو له کبله شاوخوا ۲۷ اربه امریکایي ډالره تاوان کړی


روسي وزیراعظم دمیتري مېدوېدېف ویلي، د غربي هېوادونو بندیزونو له کبله د روسیې اقتصاد شاوخوا ۲۷ اربه امریکايي ډالره تاوان کړی دی.

د سېشنبې پر ورځ د اقتصاد په اړه پارلېمان ته د خپل کلني رپورټ وړاندې کولو پر مهال نوموړي وویل، سږکال ښايي تاوان ((څو چنده)) زیات وي.

ده وویل، د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې د روسیې ناخالصه ملي پیداوار دوه فیصه کم شوی دی.

په نړیوال بازار کې د تېلو بیو کمېدو او د کرایمیا الحاق او په ختیځ اوکراین کې د حکومتي ځواکونو پر ضد د جنګېدونکو بېلتونپالو د ملاتړ په سر د اروپايي ټولنې او امریکا بندیزونو له کبله د روسیې اقتصاد ته زښت تاوان رسېدلی دی.

مېدوېدېف وویل، ((دا خبره نه پټوي)) چې د بندیزونو له کبله روسیې ته ((د پام وړ)) تاوانونه رسېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG