په ننګرهار کې په دوو جلا جلا بمي چاودنو کې دوه کسان وژل شوي، دوه ژوبل دي.
د ننګرهار ولایت ویاند احمد ضیا عبدالزي مشال راډیو ته وویل، نن سهار په بهسودو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ښخ بم په چاودنه کې د یادې ولسوالۍ مرستیال څارنوال غلام حیدر حیدري او د ده ډرېور ووژل شول.
دی وايي، دویمه پېښه هم نن (چارشنبه) سهار د کامې ولسوالۍ په اربابانو سیمه کې هغه وخت وشوه چې یوه موټر پسې تړل شوی بم وچاودېد.
په دې پېښه کې دوه کسان ژوبل شول. د دواړو پېښو پړه چا نه ده منلې.