د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ایران سره د افغان کډوالو مسله وڅېړل شوه


افغان ولسمشروايي په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې به لازم اقدامات وشي.

ولسمشراشرف غني ایران ته د سفر پرمهال ویلي، د افغانانو ستونزې د یوې مجموعې په توګه له ایران سره څېړل شوې دي.

په دې اړه د ګل پر ورځ د جمهوري ریاست په یوه بیان کې راغلي چې ښاغلي غني دا مسئله د افغانستان په سفارت کې د افغان کډوالو له استازو سره په کتنه کې یاده کړه.

په بیان کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي چې وايي، ده د ایران په زندانونو کې د افغان کډوالو د برخلیک په اړه هم له ایراني چارواکو سره خبرې کړې او په دې اړه به په راتلونکو دریو میاشتو کې د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ بحث وشي او د حللارې به یې ولټول شي.

بیان زیاتوي چې ځېنو افغان کډوالو د نورو کډوالو په استازیتوب د خپلو ستونزو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG