د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حاجي صاحب ترنګزيي کلیز عرس


د حاجي صاحب ترنګزيي کلیز عرس
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:44 0:00

په م کال ۲۰۰۷ د جولايي په ۲۷ نېټه د مومند ایجنسۍ په لکاړو کې طالب وسله والو د حاجي صاحب ترنګزيي مزار او جومات ته د سره جومات « لال مسجد » نوم ورکړو او د هغه پر کلیز عرس، د ولس او باباجي د مریدانو پر راتګ یې هم بندیز ولګاوه. دغه نوم یې د هغه وخت د پاکستان صدر او پوځي جرنېل پروېز مشرف له خوا په اسلام آباد کې پر سره جومات د عسکري اپرېشن وروستو ورکړی وو، چې د طالبانو مرکز یې هم ګرځولی وو. په ۲۰۱۱ م کال د پاکستان پوځ لخوا په دغه سیمه کې عسکري اپرېشن وشو او طالبان له سیمې ووتل خو وروستو هم بیا د ترنګزو باباجي په مزار عرس یا کومه مذهبی غونډه ونشوه. سږ کال د مومند ایجنسۍ سرکاري اتنظامیې د هغه پر مزار د مذهبي غونډی تابیا وکړه چې د تېر خالي په ورځ یې یوه درنه غونډه رابللې وه. دې غونډې ته د پیښور، مردان، چارسده، نوښار، صوابۍ، مالاکنډ، خېبر او باجوړ قبایلي سیمو نه هم ولس ورغلی وو. د مشال خبریال شاهنواز ترکزی هم دغه غونډې ته ورغلی او دا ویډیو یې رالیږلې ده

XS
SM
MD
LG