د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین د سوویت یونېن نخښې له منځه وړي


په کیف کې د اوکراین د پارلمان ودانۍ
په کیف کې د اوکراین د پارلمان ودانۍ

د یوکرآین پارلیمان ځني داسې قوانین منظور کړي دي چې مرام يي د هغه وخت یادونه او علامتونه له مینځه وړل دي کله چې دغه هیواد د سوویت یونین برخه وه.

سرچینه: د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګه

ژباړه: شاهین بونیری

پراګ: د یوکرآین پارلیمان ځني داسې قوانین منظور کړيدي چې مرام يي د هغه وخت یادونه او علامتونه له مینځه وړل دي کله چې دغه هیواد د سوویت یونین برخه وه. بل خوا روس دا فکر کوي چې له دې قوانینو سره به د یوکرآین له ولسه د خپل تاریخ یو مهم دور هیر شي.

د کال ۲۰۱۴ م د دستمبر په میاشت کې د یوکرآین یو شمیر اوسیدونکو بیرغونه په لاس کې نیولې وو ، او دا شعارونه يي ورکول چې یوکرآین دې تل اباد وي. دې خلکو د پخواني شوروي اتحاد د مشر ولادمیر لینن یوه لویه مجسمه هم رانسکوره کړه. پر دغه موقعه د یوکرآین د کورنیو چارو وزیر ارسن اواکوف پر خپله فیس بک پاڼه اولیکل ـــــ پریده چې لینن رانسکور شو.

په راپور کې راغلي دي چې دغه شان د یو کرآین په بیلا بیلو برخو کې د لینن مجسمې ونړول شوې او دا یوازې د لیدو خبره نه وه ــــ دا په اصل کې د هیواد د هغه نفسیاتي او کلتوري عمل لور ته ستنیده وو چې یو کرآین پیل کړي وو خوپه کال ۱۹۹۱ کې د سویت یونین د ماتیدو له کبله بشپړ نه شو.

د روان کال د اپریل پر نهمه نیټه د یوکرآین پارلیمان څلور داسې قوانین منظور کړو چې له مخه يي له سویت یونین سره پر تړلو علامتونو بندیز عملي شو او او د شوروي اتحاد علامتونه او یادګارونه د نازیانو د علامتونو برابر وګرزول شو.

د یو کرآین د یو څیړنیز مرکز یو کارپوه ولادمیر ویاترویخ وايي ـــ هر ډول اصلاحات قرباني غواړي خو هیوادونه هم دغه شان د بدلون پر لور ځي. نوموړی زیاتوي چې په مشرقي اروپا کې هیوادونه تر دغه عمل تیر شو او نن هلته جمهوري ادارې پیاوړې شوي دي.

په راپور کې راغلي دي چې روس د یو کرآین له خوا د کمیونسټي دور پر ضد دې هلوځلو ته ښه نه ګوري او په دغه اړه يي ردعمل دومره سخت دی لکه څومره چې يې د یوکرآین په اروپايي ټولنه یا ناټو د ورګدیدو په اړه دی.

د اپریل پر لسمه نیټه د روس د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په یو بیان کې وویل شو چې دغه نوي قوانین د یو کرآین د ولس د میړني تاریخ پر ضد د هلوځلو یوه برخه ده.

په بیان کې وویل شو چې د یوکرآین چارواکي هڅه کوي چې د میلینونو یوکرآینیانو له یادو خپل ریښتیني تاریخ اوباسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG