د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین ولسمشر پاکستان ته په دوه ورځني سفر ځي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي ، د چین ولسمشر ( ژي ژینک پینک ) به په راتلونکې اونۍ کې پاکستان ته دوه ورځنی سفر وکړي.

دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تسنیم اسلم د پنجشنبې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې د اونیزې خبرې غونډې پر مهال وکړه.

تسنیم اسلم وویل ، د دې سفر په اړه بشپړه مالومات به وروسته خپاره کړي.

د یادونې وړ ده چې د چین د ولسمشر ژي ژینک پینک سفر د تېر کال په اګست میاشت کې ټاکل شوی وو خو په پاکستان کې هغه وخت د روان سیاسي کړکېچ له کبله ځنډول شوې وی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG