د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۲ ځانمرګي بريد ګر او ۴ وسله وال نيول شوي


د ننګرهار ولايت مطبوعاتي مسوول احمد ضیا عبدالزي مشال راډيو ته وويل:
د پنجشنبې پر ورځ د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې د ملي امنیت منسوبينو دوه ځانمرګي بريد کوونکي او د برید طراحه کوونکي، چې په ننګرهار کې يې د ځانمرګو بريدونو هوډ درلود، د يو ټي ټي تفانچې، پنځه جوړه نظامي يونيفورم، دوه لاسي بمونو او يو اندازه درملو سره يو ځای نیولي دي.

عبدالزی زیاتوي چې د ملي امنیت منسوبينو هم نن په ننګرهار کې د شپږ کسيزې وسله والې ډلې مشر د دريو تنو په ګډون نيولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG