د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې وسله والو پنځه ولسي وګړي تښتولي


د غزني چارواکي وايي، طالب وسله والو د چارشنبې پر ورځ د دغه ولايت د اجرستان او مالستانو ولسواليو تر منځ د مسافرو يو موټر برمته کړی او پکې سپاره پنځه مسافر يې له ځان سره تښتولي دي.

د غزني چارواکي وايي، طالب وسله والو د چارشنبې پر ورځ د دغه ولايت د اجرستان او مالستانو ولسواليو تر منځ د مسافرو يو موټر برمته کړی او پکې سپاره پنځه مسافر يې له ځان سره تښتولي دي.

تښتول شوي مسافر هزاره افغانان او د غزني د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، افغان امنيتي ځواکونو وړمه ورځ د کره راپورونو له تر لاسه کولو وروسته په همدې سيمه کې عمليات کړي وو او د طالبانو د کويټې شورا شپږ تنه غړي يې نيولي وو.

دی وايي، په نيول شويو کسانو کې د طالبانو يو قومندان هم شامل وو، خو زياتوي چې د هماغو وسله والو د نيولو په غبرګون کې طالبانو تېره ورځ دغه مسافر تښتولي او اوس يې غوښتنه کړې چې د خوشې کولو په بدل کې يې خپل نيول شوي ملګري غواړي.

د ده په خبره، قومي مخور هڅې کوي چې له طالبانو څخه دغه کسان راخوشې کړي، خو وايې، لا هم په دې اړه تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.

تر اوسه پورې لا طالب وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څه موده وړاندې هم وسله والو په غزني کې اته تنه مسافر له سړکه کښته کړي او له ځان سره تښتولي وو چې اووه يې هماغه ورځ او يو پاتې يې دوه ورځې وروسته راخوشې شو.

XS
SM
MD
LG