د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر لطيف افريدي د حملې کوشش کوونکي دي ښکاره کړل شي"


عبدالطيف افريدی (لطيف لالا)
عبدالطيف افريدی (لطيف لالا)

د هايې کورټ بار ايسو سي ايشن صدر محمد عيسی خان ايډوکيټ مشال ريډيو ته نن وويل چې د دوی پر ملګرو وخت پر وخت بريدونه کيږي چې پکې ځيني شهيدان شوي هم دي خو امنيتي ادارو لا تر اوسه پر وکيلانو حملې کونکي کسان نه دي په ګوته کړي.

د پيښور هايي کورټ بار ايسوسي ايشن پخواني صدر او مشر وکيل عبد اللطيف آفريدي چې په لطيف لالا شهرت لري، پر کور د ناکامه چاودنې د هڅې پر ضد له پېښې وروسته وکيلانو په خيبر پختونخوا کې د هايي کورټ په ګډون د ټولې صوبې په عدالتونو کې کادبندیز اعلان وکړ.

پرون حيات اباد کې د لطیف افريدي د کور په خوا کې يو بم ايښودل شوی وو خو تر چاودېدو دمخه ناکاره کړل شو.

د هايې کورټ بار ايسو سي ايشن صدر محمد عيسی خان ايډوکيټ مشال ريډيو ته نن وويل چې د دوی پر ملګرو وخت پر وخت بريدونه کيږي چې پکې ځيني شهيدان شوي هم دي خو امنيتي ادارو لا تر اوسه پر وکيلانو حملې کونکي کسان نه دي په ګوته کړي.

هغه زياته کړه: ((موږ نن له کاره ځکه بايکاټ کړی چې غواړو د وکيلانو پر ضد کار کوونکي قوتونه په ګوته کړل شي او له حکومت څخه مو د عبد اللطيف آفريدي پر کور د بمي بريد د هڅې د پلټونو لپاره د يو کميسون جوړولو مطالبه کړې ده.))

ويډيو: پيښور کې د وکيلانو کاربندېز

د حيات آباد تاڼې د پوليس تر مخه چاوديدونکي توکي د عبداللطيف آفريدې د کور ديوال سره نزدې ايښودې شوې و چې وزن يې ۵ کيلو ګرامه وو. پوليس زياتوي چې که چاودنه شوی وای نو کور ته به يې په غټه کچه زيان رسولی وو۔

د پيښې ايف آيي آر په حيات آباد تاڼه کې د نامولومه کسانو پر ضد درج کړل شوی دی.

لطيف افريدی د عوامي نيشنل ګوند سره تړاو لرونکي ملګري وکيلان ادارې مشر هم دی. لطيف افريدی څلور ځلې د پيښور هايي کورټ بار ايسوسيشن مشر او يو ځل د قامي اسمبلۍ غړی پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG