د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د افغانستان له لارې منځنۍ اسيا سره تجارت غواړو


د پاکستان د تجارت وزير خرم دستګير
د پاکستان د تجارت وزير خرم دستګير

په داسې حال کې چې د پاکستان د تجارت وزير خرم دستګير او د خيبر پښتونخوا وزيراعلی پرويز خټک لاهم د خپل پلاوي سره په کابل کې دي، د دي هيواد د داخله چارو وزير مملکت، بليغ الرحمان پرون ماښام سينيټ کې وويل چې د افغانستان سره د تجارت پراخول غواړی.

نوموړي وويل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ به د شريک بيزنس کونسل يا د سوداګراۍ شورا جوړوي چې په مرسته به يې د دواړو هيوادونو ترمنځ تجارت ډېر شي.

پرون د پاکستان دوه پلاوي کابل ته ورسيدل. يو د پاکستان د تجارت وزير خرم دستګير په مشرۍ او بل د خيبر پښتونخوا د وزيراعلی پرويز خټک په مشرۍ وو. دوی ويل چې د خبرو موضوع به يې افغانستان سره د سوداګرۍ د زياتولو، افغان کډوالو د چارو او سيمه کې د امنيت ټينګول وي.

په تيرو وختونو کې افغان سوداګرو له پاکستانه شکايت کړی چې دوی ته يې په تجارت کې ستونزې جوړې کړي دي

پرون د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر خان خبریالانو ته په کابل کې وویل چې پاکستان غواړي له افغانستان او بيا له دي لارې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره سوداګريزې اړیکې پراخې کړي چې په خبره يې د سيمې په ثبات کې به مهم رول ولوبوي.

په همدي موقع پرون کابل کې د پاکستاني محصولاتو نندارتون چې درې ورځې به دوام وکړي هم پيل شو. دي کې د شاوخوا څلویښتو شرکتونو محصولات نندارې ته ایښودل شوي دي.

د راولپنډۍ د سوداګرۍ د خونو مسول شمایل داود چې په پاکستاني پلاوي کې شامل دی، پرون کابل کې خبريالانو ته وويل چې پاکستاني حکومت له افغانستان سره د سوداګرۍ د ودې او دغه راز د منځنۍ آسیا مارکیټونو ته د لاس رسي لپاره مثبت ګامونه اخیستي دي. هغه زياته کړه چې پاکستان غواړي د افغانستان سره د سوداګرۍ کچه پنځه بيلينه ډالرو ته لوړه کړي.

ويډيو: کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر

که څه هم د افغانستان او پاکستان حکومتونو ژمنې کړي چې په سوداګریزو چارو کې به یو بل ته اسانتیاوې رامنځ ته کوي خو افغان سوداګر لا هم شکایت کوي چې په پاکستان کې د دوی د فعالیتونو په وړاندې ډير زیات خنډونه شته.

په تېرو وختونو کې افغان سوداګرو له دي شکايت کړی چې په کراچۍ کې يې مالونه تر ډير وخت پورې ايسار پاتې وو خو پاکستاني چارواکي وايي دوی کوشش کوي چې دي لړ کې پراته خنډونه کم او په اسانه سوداګرۍ کولو ته لار هواره کړي.

XS
SM
MD
LG