د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له پاکستان او افغانستان سره د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره تیار یو"

ايران وايي د خپلو مشرقي ګاونډيانو پاکستان او افغانستان سره د ترهګرۍ ضد ګډو عملياتو لپاره تيار دی.

د ايران د کورنيوو چارو وزير عبد الرضا رحماني فضلي د دوشنبې پر ورځ تهران کې خبريالانو ته وويل چې کولی شي د پاکستان او افغانستان دننه د دغو هيوادونو د پوځيانو سره په شريک د ترهګرو پر ضد عمليات وکړي.

نوموړي وويل چې که څه هم ايران ته د امنيت کوم جدي خطر نه دی متوجه خو په ايران کې ځينې وخت د سبوتاژ فعاليتونه په ګاونډيو هيوادونو کې د کنټرول د نشتوالي له وجې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرو څو مياشتو کې وسله والو ډلو د افغانستان او پاکستان پر پولو د ايراني ځواکونو پر ضد بريدونه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG