د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقي ځواکونو په انبار ولایت کې عملیات پیل کړي


د عراق امنیتي ځواکونو په لویدیځ انبار ولایت کې د يوې سيمې د ازادولو په مقصد د اسلامي دولت وسله والې ډلې خلاف عمليات کړي دي.

د راپورونو له مخې په دې عملیاتو کې پلي ځواکونه په داسې حال کې چې پوځي الوتکو یې ملاتړ کاوه د دوشنبې پر ورځ د انبار ولایت مرکز رمادي په شمال مشرقي کې پراته بوفرج ښار ته ننوتل.

د راپورونو له مخې په دې عملیاتو کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې ۱۳ وسله وال وژل شوي دي.

د جنوبي رمادي ښار په حوض او شاوخوا ولسوالیو کې هم د سختو جګړو راپورونه ورکړل شوي.

د راپورونو له مخې عراقي پوځ په دې ځای کې د داعش درې وسله وال په یوه کمین کې ووژل.

همداراز د رمادي په لویدیځ کې امنيتي ځواکونو يو بريد په شا وتمباوه اویوولس وسله وال يې ووژل. دا پوځي عملیات وروسته له هغه پیل شول چې تېره هفته وزيراعظم حیدرالعبادي د انبار د بيرته نيول لپاره د عملياتو اعلان وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG