د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د ښې حکومتولۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ


په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ د پیاوړتیا په برخه کې د پنجشنبې پر ورځ په یوه غونډه کې چې حکومتي چارواکو د نړیوالو موسسو استازو او کارپوهانو ګډون په کې درلود ټینګار وشو.

د جمهوري ریاست د رسمي ویبپاڼې د خبر له مخې ولسمشر اشرف غني غونډې ته په وینا کې وویل چې د دولتي ادارو د دندو تشخیص او تفکیک د خدماتو د وړاندې کولو د قابلیت د ودې اساسي اړتیا ده او ژمنه یې وکړه چې جمهوري ریاست به دا بهیر آسانه کړي.

ښاغلي غني همداراز په عدلي او قضايي ادارو کې د اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې او د قاضیانو او څارنوالانو د اروزنې د بهیر د پرمختګ خبر یې ورکړ.

ولسمشر وویل چې د قاضیانو د وړتیا د ارزونې لپاره یې له هغو سره مرکې کړې دي او پرېکړه یې کړې چې د دیوانونو او د مرکز د محکمو د قاضیانو د اروزنې لپاره به دې بهیر ته دوام ورکړي.

ښاغلي غني وویل چې په تېره دوره کې د اصلاحاتو لپاره د سیاسي ارادې نشتوالی، د اوسنیو ستونزو د دوام اساسي عامل دی.

د جمهوري ریاست په ویبپاڼه کې یادونه شوې چې د نړیوالو موسسو استازو په افغانستان کې له ښې حکومتولۍ سره د مرستې په برخه کې د پروګرامونو په اړه خبرې وکړې؛ خو جمهوري ریاست د دې نړیوالو موسسو یا د هغو د استازو نومونه نه دي یاد کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG