د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن: په عراق کې اسلامي دولت ډله کمزورې شوې


د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن ویلي، په عراق کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې زور او حرکت درېدلی دی.

نوموړي دا خبرې بېګا په واشنګټن کې پر داسې مهال وکړې چې د روانې میاشتې پر لومړۍ نېټې عراقي حکومت وویل، په تکریت کې یې د اسلامي دولت ډلې پر ضد بریا تر لاسه کړې ده.

بایډن وویل، ((په عراق کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې زور او حرکت درېدلی او په ډېریو سیمو کې په چټکۍ په شا تمبول شوی.)) شیعه ملېشو او امریکايي هوايي ځواک د اسلامي دولت وسله وال له تکریته وایستل. هغه ښار د جون له میاشتې راهیسې د وسله والې ډلې په ولکه کې وو.

بایډن زیاته کړه چې اسلامي دولت ډلې په عراق کې سنیان، شیعه ګان او کردان متحد کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG