د لاسرسي ځای

تازه خبر

" په روان کال کې په خیبر پښتونخوا کې بد امني کمه شوېده "


په پېښور کې پاکستاني پولیس (پخوانی عکس)
په پېښور کې پاکستاني پولیس (پخوانی عکس)

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي د تیر ۲۰۱۴م کال په پرتله سږ کال په صوبه کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوې دي.

پېښور: د خیبر پښتونخوا حکومت وايي د تیر ۲۰۱۴م کال په پرتله سږ کال په صوبه کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوې دي.

د پښتونخوا د پولیسو د ادارې لخوا د سېشنبې په ورځ په خپره شوې یو خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې په پرتله د بدامنۍ پېښې شپیته فیصده کمې شوې دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې تیرکال په لومړیو درېوو میاشتو کې د ترهګرۍ ۱۴۰ پېښې ثبت شوې وې، چې پکې ۱۷۹ کسان وژل شوي وو .

خو سږ کال په هم دې موده کې د ترهګرۍ ۶۰ پېښې ثبت شوي چې پکې ۵۴ کسان وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په خیبر یښتونخوا کې د ۲۰۱۴م کال په وروستیو کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول د شوي برید په ګډون یو شمېر خونړۍ پېښې هم شوې وې.

د مشال راډیو د رپوټونو له مخې په دې بریدونو کې په لسګونه کسان وژل شوي او ټپي شوي وو او هم یې مالي زیانونه رسولي وو.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG