اسلام اباد: د سعودي عرب په غوښتنه د یمن په شخړه کې د ښکېلېدو یا نه ښکېلېدو په اړه د پرېکړې کولو لپاره د پاکستاني پارلمان غونډه نن (چارشنبه) په دریمه ورځ هم دوام لري.
پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف ویلي دي چې دوی د دې پریکړې په کولو کې بيړه نه کوي چې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ کې د اتحادي ځواکونو ملګرتیا وکړي.
پاکستاني وزیراعظم نواز شریف دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ د پارلمان ګډې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.
نواز شریف وویل ، حکومت د پارلمان له غړو مشورې اخلي او ښې مشورې به د یمن د حالاتو په اړه په جوړېدونکې تګلاره کې شاملوي.
د سعودي عربستان په مشرۍ کې یو شمېر هیوادونه د دې ملک په ګاونډي هیواد یمن کې د هغو شیعه یاغیانو پر ضد بمباري کوي چې ویل کېږي د ایران ملاتړ ورسره دی.
تمه ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن (چارشنبه) اسلام اباد ته سفر وکړي.
دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د اپریل پر شپږمه نیټه وویل چې سعودي عربستان ورڅخه غوښتنه کړې ده چې د حوثي یاغیانو د ځپلو لپاره دي جنګي الوتکې، جنګي بیړۍ او پلي ځواکونه واستوي.