د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یمن شخړې په اړه د پاکستان پارلېمان غونډه


د یمن شخړې په اړه د پاکستان پارلېمان غونډه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:05 0:00

د يمن د شخړي په حقله د تګلارې جوړولو لپاره د پاکستاني پارلېمان ګډه غونډه نن (سه شنبه) په دویمه ورځ هم روانه ده. وزیراعظم نواز شریف نن د خپلې وینا پر مهال وویل چې حکومت د پارلېمان له غړو مشورې اخلي او له هغوی هیڅ هم نه پټوي. نواز شریف وویل: ((حکومت په ډېر ښه نیت د پارلېمان له غړو مشورې اخلي او نیت لري چې ښې مشورې په تګلاره کې شاملې کړي. حکومت د هیڅ پټولو هڅه نه کوي ، نه یې کړې ده او نه هم داسې څه شته چې حکومت یې د پارلمان له غړو پټ کړي.)) تېره ورځ د ګډې غونډې تر پیل مخکې پارلېمان ته تلونکو ځېنو غړو له مشال راډيو او رسنیو سره خبرې وکړې. پر دې موضوع دا ویډیو وګورئ

XS
SM
MD
LG