د خيبر پښتونخوا د ګوزڼ مخنیوي ادارې کارکوونکو د خپلو غوښتنو په حق کې د راتلونکې يکشنبې (یا اتوار) پر ورځ په اسلام آباد کې د صوبې واکمن ګوند تحريک انصاف مشر عمران خان د کور مخي ته د احتجاج اعلان کړی دی.
د دوشنبې پر ورځ د پېښور په پریس کلب کې د خبري کانفرنس پر مهال د واکسینونو ادارې مشر عرفان الله وويل چې له تېرو اووه مياشتو راهيسې دوی ته تنخاګانې نه دي ورکړل شوې.
ده وویل که غوښتنې یې پوره نه شوې نو د عمران خان کور مخې ته به احتجاج پیل کړي.