د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې د حقاني ډلې یو مشهور قومندان وژل شوی


د پکتیکا ولایت مقامات په دې ولایت د حقاني شبکې د یوه مشهور قومندان له وژل کېدو خبر ورکوي.

د پکتیکا د والي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د ملا رمضان په نوم د حقاني شبکې دا قومندان د دوشنبې پر ورځ په برمل ولسوالۍ کې د ملي اردو د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.

تر دې څو ورځې مخکې افغان امنیتي ځواکونو د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د عملیاتو په لړ کې د حقاني شبکې درې مشکوک غړي او یوه اندازه وسلې نیولې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG