په کابل کې د پاکستان سفیر ابرار حسین وايي، هېواد یې چمتو دی چې تر خپلې وسې د افغانستان سولې خبرو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
تېره ورځ له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال نوموړي دا تاثر رد کړ چې ګواکې هېواد یې یوازې د ځېنو وسله والو ډلو پر ضد عملیات کوي.
په کابل کې د اسلام اباد استازي ابرار حسین زیاته کړه چې که په افغانستان کې سوله ونشي نو زیان یې پاکستان ته رسېږي.