د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې۲۰ وسله وال وژل شوي


دفاع وزارت وایي، په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په هلمند کې د ذولفقارپه نامه د روانو عملیاتو په نتیجه کې شل وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وایي، په دغو عملیاتو کې ۱۷ وسله وال په سنګین او درې نورپه ګرشک ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د دفاع وزارت د معلوماتوله مخې، په یادو ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال یوه اندازه وسله هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

وسله والو مخالفینو تراوسه د دوی د ملګرو د وژل کیدو په اړهڅه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG