له سواته تر کونړه، نوښتګره چوتره
د سوات مينګورې په امانکوټ کې د ځايي زلمو ټولنې نوښتګرې چوترې «انیوېټيو فورم« تر سیوري لاندې د پښتو ادبي غونډي په نوم يوه درنه دستوره وشوه چې پکې د افغانستان له کونړه د زلمو یوې ډلې په ګډون يو شمېر ادبیانو، شاعرانو، استادانو، سياسي غړو او زلمو برخه واخیسته. په دستوره کې د پښتوادب او کردار په اړه بحثونه وشول. له سواته د نياز احمد خان ویډيو راپور