د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: وسله والو طالبانو یو لوړ پوځي چارواکی وژلی


په پيښور کې وسله والو طالبانو د پاکستاني پوځ يو چارواکی وژلی دی. دا پوځي چارواکی ليفتنټ کرنل طاهر عظيم نومیده.

د پېښور په حیات اباد کې وسله والو د پاکستاني پوځ يو چارواکی وژلی دی. د پېښور پولیس یو مشر وايي، چې کرنل طاهر عظيم د سهار له لمانځه کور ته د تلو مهال پر موټرسایکل سورو وسله والو د ډزو ښکار شو.د پېښورپولیس چارواکي عمران بیګا له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا پیښه تیره شپه د حیات ایاد په فیز تري کې شوې.

ليفتنټ کرنل طاهر عظيم د پېښور د بډه بیرې کږې ولې کلي اوسیدونکی وو نوموړي په راولپينډۍ ښار کې دنده پرمخ وړله او اوس د پېښور حیات اباد کې د خپلې خور واده ته ورغلی و.

د تحریک طالبان پاکستان یو ویاند مشال ریډیو ته په رالېږلې یو پیغام کې د دې پېښې زمه واري منلې ده. خو ځينې راپورونه وايي چې طاهر عظیم په کورنۍ بدۍ کې وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG