د پاکستان پوځ افغان پولې ته نږدې په خیبر ایجنسۍ کې د پنځلسو وسله والو د وژلو ادعا کوي.
د پوځ د عامه خبرتیا د ادارې لخوا په خپره شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې د خیبر ایجنسۍ د تیرا په غرئیزه سیمه مستک کې د وسله والو په یو ټولي پوځ په برید کې هغوی ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د اعلامیې ترمخه د وسله والو لخوا په ډزو کې درې پاکستاني سرتیري هم ژوبل شوي دي.
د ازادو سرچینو لخوا د پوځ او وسله والو ترمنځ د تازه جګړې او تلفاتو پخلی نه دی شوی، ځکه چې حکومت ازاد خبریالان سیمې ته نه پریږدي.
د پاکستان پوځ په یاده سيمه کې له تېر کال راهېسي د وسلوالو پرضد عمليات پيل کړي دي.
د پوځ په خبره په دغو عملياتو کې يې تراوسه ۱۲۰۰ نه زيات وسلوال وژلي دي. بلخوا د لشکر اسلام وسلوالې ډلې يو ویاند صلاح الدین ایوبي د پوځ دغه ادعاوې رد کړي دي.
په خیبر ایجنسۍ کې د وسله والو پرضد د پوځ عملیاتو زرګونه کورنۍ هم اړ ویستلي چې خپله سیمه پریږدي او د پېښور په خواوشا کې په خوندي سیمو کې استوګنه پیل کړي.