د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې ۸ مشکوک وسله وال وژل شوي


د پاکستان په کراچۍ ښار کې له پولیسو سره وسله والو نښتو کې ۸ مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

د کراچۍ پولیس چارواکو نن (شنبه) مشال راډيو ته ويلي دي چې لومړۍ نښته بېګا شپه د دغه ښار په لیارۍ سیمه کې مخې ته راغلې ده چې په کې څلور مشکوکه وسلوال وژل شوي دي چارواکي زیاتوي وژل شوي کسان د لیاري جګړه مارې ډلې غړي دي.

د جمعې پر مازیګر د کراچۍ په ګلشن معمار سيمه کې امنیتي ځواکونو په يوه بله نښته کې هم د څلورو مشکوکه وسله والو د وژنې ادعا کړې وه.

یاده دې وي چې په کراچۍ ښار کې روان د لټون په عملیاتو کې تیزوالی راغلي دی.د جمعې پر سهار هم په کراچۍ کې بمي چاودنې دوه پوليس وژلي وو او ۱۴ نور يې ژوبل کړي وو .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG