د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نورستان کې وسله والو طالبانو ۶ کسان وژلي


د افغانستان په نورستان ولایت کې وسله والو طالبانو افغان حکومت ته د جاسوسي په تور خپل شپږ ملګري وژلي دي.

د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم نن (جمعه) مشال راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو دغه کسان د تېرې پنجشنبې پر ورځ ناوخته په کامدیش ولسوالۍ کې وژلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې یاده پېښه د وسله والو طالبانو ترمنځ د موجوده اختلافاتو له امله شوې ده.

د یادودنې وړ ده چې څه موده مخکې هم وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې خپل دوه ملګري دولت ته د جاسوسي په تور وژلي وو.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصیره نه ده کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG