د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د وسله والو مخنیوي لپاره قبایلو ته دنده سپارلې


د پاکستان حکومت په شمالي وزیرستان کې د امنیت ټینګښت په موخه ولس ته ځېنې دندې او ذمه وارۍ سپارلې دي چې ورته یې د ۲۰۱۵ز کال د شمالي وزیرستان ټولنیز تړون نوم ورکړی دی.

په دې اړه په پروني خپور شوي بیان کې راغلي، پولیټیکل انتظامیه به ټولو قبیلو ته بې له توپیره سهولیات او حقونه ورکوي.

بیان وايي، انتظامیه به د شمالي وزیرستان سوله ییزو خلکو ته د تعلیم او روغتیا اسانتیاوې برابروي.

په بیان کې راغلي، ټولې قبیلې به د پاکستان ایین، اېف سي ار قانون او د دود دستور پابندي کوي.

دوی به د هغو ټولو عناصرو مخنیوی کوي چې د پاکستان ضد فعالیتونه کوي او دې ډول خلکو ته به پټنځایونه نه ورکوي.

بیان وايي، قبیلې به د هر ډول وسله والې ډلې مخنیوی کوي. که قبیلې د امنیت په ټینګښت او د وسله والو ډلو فعالیتونو په مخنیوي کې پاتې راغلې نو حکومت به د هر ډول کارروایۍ اجازه لري او ټوله قبیله به د تاوان ذمه واره وي.

تر اوسه د وزیرستان مشرانو د دې ذمه واریو پوره کولو یا نه پوره کولو په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG