د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قرغزستان کې د حزب التحریر ډلې یو شمېر غړي نیول شوي


د قرغزستان چارواکي وايي د دې هېواد په جنوب کې يې د منع شوې سخت دریځې ډلې حزب التحریر یو شمیر غړي نیولي دي.

د ملي امنیت لپاره د قرغزستان دولتي کمیتې د تېرې دوشنبې پر ورځ وویل دا کسان په سوزاک سیمه کې د دغي ډلي د غړيتوب په تور نیول شوي دي.

د نیول شوو کسانو د شمیر او شناخت په اړه څه نه دي ویل شوي.

قرغز چارواکي وايي، دا ډله په دې هېواد کې د القاعده او داعش د هغې تګلارې برخه ده چې زلمي سخت دريځه کړي او په شام او عراق کې یې د جګړې لپاره وګماري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG