د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر رشید دوستم د برید هڅه شنډه شوې ده


د افغانستان امنیتي چارواکي وايي چې د افغان حکومت د لومړي مرستيال رشید دوستم د وژلو هڅه يې شنډه کړي ده.

د افغانستان د ملي امنيت ریاست وايي، د ولسمشر پر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د هيواد په شمالي ولایت جوزجان کې د وژلو هڅه شنډه شوې ده.

د افغانستان د ملي امنيت په وینا، دوی پرون يو کس نيولی چې د بزکشۍ په لوبه کې یې د برخې اخيستو پر مهال د خپل آس په شا کې بم پټ کړی و. د بزکشي لوبه د نوروز د ميلې پر مناسبت کېده.

د ښاغلي دوستم د دفتر څخه په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې دغه بريدګر غوښتل د لوبې په ترڅ کې بم وچاودي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG