د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر زده کوونکي تعلیم او روزګار غواړي


د خېبر ايجنسۍ زده کونکو له حکومته غوښتي چې د دوي لپاره په خپلو سيمو کې د تعليم او روزګار پوره پوره بندوبست وکړي.

نن په پيښور کې يوې خبري غونډې ته په خپلو ويناګانو کې د آفريدي سټوډنټس په نامه د خېبر ايجنسۍ د زدکونکو د يو سازمان غړو وويل چې پوځي عملياتو او ترهه ګرۍ د دوي تعليمي ادارې او کاروبارونه ډير سخت ځپلي دي او د دوي په خبره بايد چې حکومت د دوي لپاره په فاټا کې کالجونه او پوهنتونونه جوړ کړي.

ياده دې وي چې وس هم د خېبر ايجنسۍ په ځنو سيمو کې د مشکوکه وسلوالو پرضد د خېبر ټو په نامه پوځي عمليات روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG