د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچي کې د دوو سرتيرو په ګډون څلور کسان وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي


د پاکستان په کراچي ښار کې پرون (جمعه) د رينجرز ځواک د دوو سرتېرو په ګډون څلور کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰ کسان نور ژوبل شوي دي.

د کراچي پوليس وايې، تېره شپه په نارت ناظم اباد سيمه کې د نيم پوځي يا رینجرز ځواک پر ګزمه کوونکې ډلې بمي برید کې دوه سرتیري وژل شوي او د دوو ولسي کسانو په ګډون څلور نور ژوبل شوي دي.

تر بريد وروسته د سند صوبې د پوليسو مشر غلام حېدر جمالي د پيښې په ځای کې له رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل چې که ترهګر هر څوک دي، دوی به يېنيسي او د هغوی په ضد به کاروايي کوي.

بلخوا د رينجرز ځواک وياند ياده حمله په کراچي کې د وسلوالو پر ضد د عملياتو غبرګون بللی دی.

پر دې سربېره پرون ماسپښين په کراچي کې د بوهرايانو د جومات مخې ته چاودنې دوه کسان ووژل او شپږ تنه نور يې ژوبل کړل. بم په موټر سایکل کې ایښودل شوی وو. کوم کس یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG