د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په شاه دوشمشېره کې د یوې ښځې د وژنې او د هغې مړي ته د اور اچونې پېښې پلټنې کوي.
د کابل پولیسو جنايي مشر فرید افضلي بېګا د فرانسې خبري اژانس ته وویل، دا ښځه فرخنده نومېده او ورباندې تور پورې شوی وو چې د قران نسخه یې سوځلې وه.
د ده په خبره، د دې تور په نتیجه کې پارېدلیو خلکو لومړی دا ښځه په وهلو، وهلو ووژله او بیا یې مړي ته اور واچاوه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بېګا د فرانسې خبري اژانس ته وویل، د دې ((خواشینوونکې پېښې)) پلټنې یې پیل کړې دي او په تړاو یې څلور مشکوکه کسان هم نیولي.
چارواکي د وژل شوې ښځې کورنۍ له قوله وايي، دا ښځه له کلونو راهیسې په رواني ناروغۍ اخته وه.