د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر ایجنسۍ: بمي چاودنې ۱۰ امنیتي سرتیري ټپیان کړل


د خېبر ايجنسۍ په تيره مستک سيمه کې نن په يوه چاودنه کې لس امنيتي سرتيري ژوبل شوي دي.

په خېبر ایجنسۍ کې یو امنیتي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط نن (پنجشنبه) مشال ریډیو ته ویلي چې په تیرا مستک کې د امنیتي ځواکونو په یوه ګاډي کې مخکې نه اېښودل شوی بم چاودنه کې لس امینتي سرتیري ژوبل شوي دي.

د دې پيښې پړه لشکر اسلام ډلې منلې ده.

بلخوا د پاکستان پوځ وايي،د چارشنبې پر ورځ یې د افغانستان پولې ته نژدې په هوايي بمباریو کې څلور دېرش وسله وال وژلي دي.

یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا وژل شوي وسله وال د تحریک طالبان پاکستان او لښکر اسلام وسله والې ډلې غړي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG