د لاسرسي ځای

تازه خبر

" تر اوسه له طالبانو سره د سولې خبرې نه دي شوي"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې تر اوسه له طالبانو سره د سولې هیڅ ډول خبرې نه دي شوي.

د بهرنیوچارو وزیرصلاح الدین رباني نن د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وویل چې تر اوسه له طالبانو سره د سولې د خبرو په زمینې کار شوی دی:

″فقط دومره تاسو ته وضاحت درکولای شم چې د سولې د مذکراتو لپاره زمینه برابره شوې او موږ د سولې د مذکراتو په لومړی پړوا کې یو، خو هیله لرو چې په راتلونکې کې د سولې مذکرات پیل شي، خو تردې دمه چې تاسو پر وړاندې خبرې کوم د سولې خبرې نه دي پیل شوي.″

رباني دغه راز وویل چې د سولې په بهیر کې شفافیت په پام کې نیول شوی او د سیمې اسلامي هېوادونو هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکرواتو په اړه ژمنې کړي.

په عین حال کې د سولې عالي شورا مسولین وايي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د رسمي خبرو په اړه به خلک خبر کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG