د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۴ ولسي وګړي بمي چاودنې ټپیان کړل


د ننګرهار ولایت مطبوعاتي وياند احمد ضیا عبدالزي مشال راډيو ته وويل:نن سېشنبه سهار شاو خوا اته نيمې بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند دامان سیمه کې په يوه صرف موټر بمي چاودنه تر سره شوه چې له امله يې څلور تنه ولسي وګړي ټپیان شول.

د پيښې پړه تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG