د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور: پر عیسویانو برید ، له پنځوسو زیات مړه او ژوبل شوي


فایل فوټو
فایل فوټو

د یکشنبې په ورځ د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې د عیسوي مذهبو په کلیساګانو په شویو غبرګو چاودنو کې لږ تر لږه څوارلس کسان وژل شوي او پنځوس نور ژوبل شوي دي.

په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال وايي دواړه چاودنې د فیروز پور روډ په یوحنا اباد سیمه کې په دوو کلیساګانو کې ترسره شوې دي. په یوحنا اباد کې د عیسوي مذهبو کسانو کورنۍ ژوند کوي او د اتوار په ورځ دوی د مذهبي دعائیه غوڼدې لپاره راټولیږي.

د پنجاب د پولیسو ویانده نبیله غضنفر وايي په دې پېښه کې پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده :

(( دوه چاودنې شوې دي، په کلیساګانو کې هغه مهال د سلو په شاوخوا کې عبادت کونکي په دعا بوخت وو. په وژلو شویو کې د پولیسو دوه سرتیري هم شامل دي. په دې پېښه کې له پنځوسو زیات کسان ژوبل شوي هم دي چې یو پکې د پولیسو سرتیری دی. ))

ځايي خلک او عیني شاهدان وايي دا یوه ځانمرګې حمله وه ، خو د پنجاب پولیس لا داخبره تایید کړې نه ده او وايي چې د دوی پلټنې به د چاودنې نوعیت روښانه کړي.

په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال وايي له چاودنې وروسته دوه مشکوک کسان چې د پېښې له ځایه یې د تیښتې هڅه کوله خلکو نیولې او ډبولي دي، ځیني راپورونه وايي راپاریدلو خلکو مشکوکه کسان په اور سیزلي دي.

بل پلو د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان مشال راډیو ته ویلي چې لاهور کې شوې حملې ځانمرګې وې د تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ، د عافیه صدیقي بریګیډ لخوا ترسره شوې دي.

له پېښې وروسته د پاکستان په یوشمیر ښارونو کې عیسوي مذهبو کسانو مظاهرې پیل کړي دي او د غم او غصې ښکاره کولو په ترڅ کې یې له حکومته د ځان د حفاظت غوښتنه هم کړې ده.

د پنجاب د پولیسو ویانده وايي په ټول ملک کې د کلیساګانو حفاظت لپاره بیړني ګامونه اخیستل شوي دي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم په لاهور ، پېښور او یو شمیر نورو ښارونو کې په عیسوي مذهبو کسانو بمي او ځانمرګي بریدونه ترسره شوي دي.

XS
SM
MD
LG