په جنوبي وزیرستان کې د نهه قبایلي وګړو مړي میندل شوي دي. دا په ټوپکو ویشتل شوي مړي نن (شنبه) د جنوبي وزیرستان د شکتويي د مونډو کلي په غرونو کې میندل شوي دي.
ځايي خلک وايي چې دا وژل شوي کسان د مسودو د لاندیني ښاخ ابدلي سره تعلق لري.
دوی وايي، دا کسان هغه وخت بې درکه شول چې پاکستانیو ځواکونو هلته عملیات وکړل.
مشال راډيو په دې اړه د جنوبي وزيرستان له پوليټيکل انتظاميې او پوځ سره تماس ونيوی خو هغوی خپل نظر څرګند نکړ.