د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا : د سېنټ د انتخاباتو په اړه صدارتي حکم بیرته واخیستل شو


د پاکستان پارلمنټ
د پاکستان پارلمنټ

د پاکستان ځای ناستي ولسمشر د قبايلي سيمو د سينټ انتخاباتو په اړه جاری شوی صدارتي حکم بيرته اخستی دی.

اسلام اباد: د پاکستان ځای ناستي ولسمشر د قبايلي سيمو د سينټ انتخاباتو په اړه جاری شوی صدارتي حکم بيرته اخستی دی.

ولسمشر ممنون حسين د مارچ پر پنځمه نيټه د سينټ تر ټاکنو يو څو ساعته له مخه يو آرډيننس جاري کړی وو چي له مخي به يې د فاټا د قامي اسمبلۍ يوه غړي د سينټ په ټاکنو کې يوازې يو ووټ استعمالولای شو.

انتخابي کميشن په آرډيننس کې د نيمګړټياوو له کبله د فاټا پر څلورو خالي څوکيو کيدونکي د سينټ انتخابات و ځنډول.

د فاټا ځينو پارليماني غړو هم پر آرډيننس اعتراض وکړ او تور يې پورې کړ چي واکمن ګوند مسلم ليګ( ن) غواړي چې د دې آرډيننس له لارې خپل کانديدان بريالي کړي.

پرون ځای ناستي ولسمشر او د قامي اسمبلۍ سپيکر آیاز صادق دغه صدارتي حکم بيرته واخیست او د جنرال مشرف په واکمنۍ کې جاري شوی آرډيننس يې بحال کړ.

د پخواني قانون له مخي د قامي اسبملی غړي کولای شي چې د سينټ په انتخاباتو کې د يوه پر ځای څلور رايې استعمال کړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG