د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ناراجستر افغان کډوال به راجستر کېږي”


افغانستان او پاکستان د هغو افغان کډوالو پر رجسټرېشن موافقه کړې چې تر اوسه په پاکستان کې د اوسېدو سند نه لري.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو له استازیو او پاکستاني لورې سره تر غونډې وروسته خبري غونډې ته وویل:

((موږ د څو ورځو د خبرو په ترڅ کې دې نتيجې ته ورسېدو، چې افغان کډوال بايد خپل هېواد ته ستانه شي، خو دا ستنېدنه بايد په خپله خوښه، په عزت او تدريجي ډول وي. موږ په پاکستان کې ګڼ شمېر نارجسترډ شوي افغان کډوال هم لرو، موږ موافقه وکړه چې دا ډول ناراجسترډ شوي افغان کډوال د پاکستان او افغانستان تر يوې ګډې پروسې لاندې رجسترډ شي، چې د دې هدف لپاره مو يوه کمېټه وټاکله او کار يې پيل کړ.))

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ د یکشنبې پر ورځ وروسته تر هغه پاکستان ته ولاړ چې په دغه هیواد کې له افغان کډوالو سره د پولیسو د بد چلند راپورونه خپاره شول.

په پاکستان کې د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو له ادارې ((یو این ایچ سي ار )) سره د شوې پریکړې تر مخې افغان کډوال د روان میلادي کال تر پايه په پاکستان کې اوسېدلی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG