د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ناراجستر شوي افغان کډوال به راجستر کېږي”


په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او د کډوالو د نړیوالې ادارې ( UNHCR ) ترمنځ درې اړخیزه غونډه کیږي چې ورکې د افغان کډوالو د سباوون په اړه د مهمو پریکړو تمه کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان لوړ پوړو چارواکو له تیرو څو ورځو راهیسې د افغان کډوالو د بیرته ستنولو او نا راجستر شویو افغان کډوالو د راجستر کولو په اړه خبرې پیل کړي دي.

د پاکستان د وزیر اعظم د صلاح کار سرتاج عزیز له دفتره نن (چارشنبه) په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې نوموړي پرون د افغانستان د کډوالو چارو وزیرسیدحسین عالمي بلخي او د هغه سره د راغلي پلاوي سره ملاقات وکړ او د کډوالو په موضوع یې ورسره خبرې وکړې.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت د کډوالو د چارو مشر ډاکټر الوزی وايي داسې پریکړه شوې چې غیر راجستر شوي کډوال به راجستر کیږي.

په پاکستان کې دا مهال د یو نیم میلیون په شاوخوا کې راجستر شوي او نږدې همدومره غیر راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي. دواړه ډوله افغانان د پولیسو له ناسمې رویې ښکایت کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG