د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ:څلور مشکوک وسله وال وژل شوي


د پاکستان په کراچي ښار کې امنيتي ځواکونو څلور مشکوک وسله وال وژلي دي.رېنجر ځواکونو او پولیس چارواکو د دوشنبې پر ماښام یوې ګډې خبري غونډې ته ويلي چې دا کسان په سرجاني ټاون کې له امنیتی ځواکونو سره په وسله واله نښته کې ووژل شول.

د چارواکو په وينا وژل شوي څلور واړه کسان د وسله والو طالبانو د ډلې غړي دي او په دوی کې د تحریک طالبان پاکستان سجنا ګروپ سره تعلق لرونکې ډلې د کراچۍ امیر چوټا عابد او نایب امیر رحمان الدین الیاس لاله هم شامل دي.

چارواکي وایي د وسله والو په ډزو د رینجر ځواک دوه سرتیري هم ژوبل شوي دي. وسله والو طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG